انصار: (د تله ۲ مه)، پاکستان کې د بهرنیو سفیرانو د موټرو پر کاروان چاودنه کې یو پولیس وژل شوی دی.
دا چاودنه د خیبر پښتونخوا د سېلګرۍ سیمې سوات کې شوې ده.
په دې چاودنه کې چې پرون یکشنبه ماښام مهال شوې، څو نور پولیس هم ټپيان شوي، خو د رسنیو د راپورونو له مخې سفیران روغ وتلي دی.
د خیبرپښتونخوا پولیس هم دا پېښه تائیدوي او وایي، چې په کې یو پولیس وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.
وي او اې ډيوه د سوات د ځایي چارواکو په حواله ویلي، چې دا سفیران په سوات کې د سېلګرۍ غرییزې سیمې ملم جبې ته روان وو، چې له دې پېښې سره مخ شول.
په سفیرانو کې د ۱۲ هېوادونو، روسیې، ایران، قزاقستان، ترکمنستان، تاجکستان، اېتوپیا، اندونیزیا، پرتګال، بوسنیا، زېمبابوې، وېتنام، او روانډا سفیران شامل وو او سوات ته تللي وو.
پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هم ویلي، د سفيرانو ډله په خوندي توګه اسلام اباد ته ستنه شوې.
د شهباز شریف دفتر په هم په یوه خبرپاڼه کې دغه بريد غندلی دی.
په اسلام اباد کې د روس سفارت ويلي، سفير یې په قافله کې د نورو سفيرانو سره شامل وو، او دوی د سوات د سېلګرۍ په دوره وتلي وو.
تراوسه پورې د دغه بريد مسوولیت کومې ډلې یا چا نه دی منلی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33580